په پخواني قبیلوي اشرافیت کي دا وظیفه د داسي خلګو په غاړه وه چي هغه د نورو قبیلو څخه وه. د قبیلې خلکو په خوښیو ښادیو او اخترونو کي ډمان لوبول او سازي په کاول د ډمانو سره نور د واده دوستي او خپلوي نه کولې، خو دوی خپل تر منځ ځانته د وادو دستور درلود. ډم ته که د قبیلوي سړی له خوا زیان ور رسېدئ، نو نه ننواتي ورته کېږي او نه مرکه پر جوړېده، بلکي د قبیلې یو دوهمه او دریمه درجه مشر د ده پر عوض غور کاوه.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]