Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ډا ډب ډم ډو
ډبر

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ډبره

ډبره، تیږه او کاڼي یو مفهوم لري او کېدای سي چي د تیږي ایښوولو په عین مفهوم وویل سي « ډبره کښېښول سوه » یعني متارکه وسوه. سربېره پر دغه مفهوم ډبره د وهلو او ژوبلولو یوه آله هم ده ځکه په نرخ کي پور لري. که ډبره د بدن په سپين (لڅ) خوا کي ټپ وکړي نیم پور (۱) او که زخم ونه کړي، نوپور يې یوازي ننواتی او یو پسه دئ. البته ننواتی يې صرف یو پټکی دئ چي پسه به د ملامت له خوا د ځان سره د مدعي کره بیايي. ډبره د تیږي په مفهوم چي د متارکې معنا ورکوي په تیږه کي پوره شرح سوې ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]