عیسی د احمدزو د لومړي نیکه احمد بابا کشر زوی و. احمد بابا لا ژوندی و چي دده زامنو وېش وکړ، نو څنګه چي عیسی ته يې لږ برخه ورکړې وه احمد بابا خبر سو او نو زامن يې مکلف کړل چي د خپلي برخي څخه یو څه عیسی ته ورکړي په دې ډول د عیسی برخه پوره سوه. عيسی د احمدزو په نرخ کي په ثابته پرېکړه شهرت لري او وايي چي د عيسی په نرخ فيصلخ سوې ده، هغه بل را نه اوړي. د ننګرهار حصارک او د پکتيا او لوګر په احمدزيو کي د عيسی نرخ يو معلوم کود دئ او اکثره مرکې چي په پورته قبيلو کي هم جوړيږي، د عيسی نرخ پکښي مراعات کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]