د خون اندازه د هر ځای د نرخ سره برابره تړل کیږي. کله چي یو ووژل سي، نو د قاتل څخه په ټاکلي نرخ خونبها اخیستل کیږي البته داخونبها د ننواتي له مراتبو څخه وروسته ورکول کیږي. داحمد زیو د عیسی خیلو په نرخ د یو تن خونبها درې نیم زره کابلي وي(۱) څرنګه چي اوس د پخوا څخه قیمتونه ډېر لوړ تللي دي، نو دا خونبها لوړه سوې او حتی تر لکو افغانیو پوري رسيږي. دا خونبها ټاکل د نرخیانو وظیفه ده او هغه يې په مرکه کي ټاکي. دوی د قاتل واک ته ګوري، که يې قدرت ډېر و او مقتول هم په قوي طرف کي و، نو خونبها ډېره ټاکي او که کمزوره خلک وه، نو خونبهايي د مالي قدرت پر بنسټ ټاکي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]