Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د توري شپې شاهدي

هغه مجهوله شاهدي چي عقل ئې نه مني، د توري شپې شاهدي بلل کيږي، يو شاهد بايد کره دلايل ووايي او دا دلايل ئې بايد د مرکې په وړاندي د منلو وړ وي او که داسي نه وي نو د توري شپې شاهدي نه قبليږي. وايي: (د توري شپې شاهدي د منلو وړ نه ده). څوک چي دغسي شاهدي وايي هغه نه یوازي نه قبلیږي، بلکه که پر ثابته سي، نو د شرم په نامه ناغه هم ځیني اخیستل کیږي . په شاهدي کي مرکه چیان د شاهد څخه پوښتنه کوي او هغه باید د دوی پوښتني ته جواب ورکړي او که يې د پوښتني په جواب کي حتی مبالغه وکړه هم ړ توري شپې شاهد بلل کیږي او ناغه ځیني اخلي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]