Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د تورو بیرغونو جرګه

د تورو بیرغونو جرګه په اپرېدیو کي رواج لري او دا جرګه ډېره درنه او د ستر صلاحیت لرونکي ده. د تورو بیرغونو جرګه په مهمو وختونو کي جوړیږي او د جرګې تصمیم باید د ټولو له خوا هوبه هوا اجرا سي. لکه د بیرغونو جرګه چي څومره درنه ده، نو د جرګې د پرېکړي څخه خلاف عمل هم د غومره په شدت مجازات کیږي. دا جرګه بالعموم هغه وخت جوړیږي چي د دباندي چپاو او یرغل خطر موجود وي. د ننګرهار پخوانی والي ښاغلئ محمد ګل سلېمانخېل راته وویل: چي دا تور بیرغونه امیر امان الله خان دوی ته ورکړي دي. د بیرغ تور رنګ ډېر لرغونۍ دئ او د اسلام په زمانه کي هم بیرغونه تور وه. ابو مسلم هم تور بیرغ استعمالاوه. په بیرغ کي تور رنګ مقدس هم بلل سوی دئ . دغسي تور بیرغونه تقدس هم لري، نو ځکه تر دغو بیرغونو لاندي جرګه باید ډېره درنه وي. د تورو بیرغونو جرګه د لویو تصمیمونو د نیولو له پاره جوړیږي او د انګلیسي استعمار د یرغلونو په وخت کي ددې جرګې جوړېدل ډېر رواج وه او هر ځل چي به تر توروبیرغونو لاندي جرګه وسوه، نو د دوی غوښتنه به حتماً منل کېده. د خیبر په پیښو کي چي به کله انګلیسانو واورېدل چي اپرېدیو د تورو بیرغونو جرګه وکړه ، نو ښه پوهېدل چي د دوی تصمیم نه ماتېدونکي دي. د تورو بیرغونو په جرګه کي چي تصمیم نه ماتېدونکي دئ . د تورو بیرغونو په جرګه کي چي تصمیم ونیول شي فیصله یوازي دا وي چي یابه هدف ته رسیږي او یا به ټوله مري. په دغسي قاطعیت په نورو قبیلو کي جرګه نسته او دا یوازنۍ جرګه ده چي تر اوسه لا پاته ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]