Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د بیرغونو سپارل

کله چي د يوې مهمي پېښي پر وخت بېل بېل خېلونه سره را ټول سي، نو د انتظام له پاره د یو خېل مشر د ټولو په حیث وټاکي. څرنګه چي هر خېل ځانته بیرغ لري،. نو کله چي دا نور خېلونه د یوه خېل مشر خپل مشر وټاکي، نو وايي چي د پلانکي خېل مشر ته بیرغونه وسپارل سوه . د بیرغونو سپارل دا معنا لري چي دغه مشر يې په مشري قبول کړی دئ ، دا کار په سوقت ډول کیږي او کله چي جګړه پای ته ورسیږي د هر خېل مشر خپله مشري بیرته اخلي، هغه مشر چي د جګړې په وخت کي بیرغونه ورسپارل سوي وي د جګړې په پای کي د هر بیرغ د احترام له پاره د هري قبیلې مشر ته یوه فدیه ورکوي .
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]