Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د بدن د غړو تاوان

د احمدزیو د عیسی خیلو د نرخ له مخي د بدن د غړو د پرې کولو او ټپ پور په لاندي ډول کیږي. سترګه: يوه ئې نيم خون، دوې ئې يو پور، خون. پزه: نيم خون. غوږ: يو غوږ نيم خون، دوه غوږه يو پوره خون. ژبه: پوره خون. شونډي: يوه يا دواړي شونډي يو خون. غاښونه: هر غاښ د يوه خون لسمه. پښې: يوه چي له بند څخه پرې سوې وي، نيم خون او دواړي پښې يو خون. لاسونه: يو لاس نيم خون، دواړه لاسونه پوره خون. ګوتي: د پښو او لاسو ګوتي توپير نه سره لري او هره يوه په حساب کي راځي. د تناسل آله: د نارينه د تناسل آله که قطع سي يو خون او که پس له مرګه قطع سي دوه خونه تاوان لري. دا په عادي ډول چي کوم څوک په جګړه کي ټپي سي پور يې ټاکل سوی دئ ، خو که د ټپ په عمل کي د بدنامۍ له پاره کار سوی وي ، نو هلته د یو سړي شخصي عزت مساله هم ورسره مطرح کیږي . کله چي د انسان نفس ووتئ یعني مړ سو بیا هغه مصؤن دئ او که په مړينه اندامونه بېل سي یا ټپ پکښي وسي ، نو سربېره پر ټاکلې پور د مړي و ورثې ته به د شرم په نامه هم یوڅه ورکوي . د سړي مسله کول ډېر دروند تاوان لري او ددغه عمل کوونکي ته د هر اندام پر سر دوه چنده پور ټاکل کیږي . د ښځي د تي پريکول یو خون لري او دوه تي پرېکول دوه خونه لري ، ددغه خون د تاديې سره به شرم هم ورکوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]