Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د احمدزي نرخ

احمدزي يوه مشهوره قبيله ده، چي د غلجي په ټبر کي راځي او ګوند ئې سپين دئ. د احمدزي تیږه او نرخ ډیر دروند دئ، یعني پرې کړه ئې نه ماتیږي. لکه د احمدزي پور ثابت دئ ، نرخ ئې هم ثابت مقررات لري هغه جنجالي او پرله پېچلي یا نه حلېدونکي پیښي چي بل چیري نه حل کیږي ، نو وايي چي د احمدزي نرخ راسره وکه . د احمدزي نرخ نو دا معنا چي دا نرخ ثابت مقررات لري او پر پرې کړه ئې بله مرکه یا جرګه نه سي جوړېدای . احمدزي قبیله د پکتیا د ولایت د مرکز ګردېز په شاوخوا کي د زرملۍ څخه تر سید کرم پوري اوسي . همدا رنګه په لوګر او د ننګرهار د حصارک په ولسوالۍ کي هم استوګنه کوي. په قبیلوي لحاظ احمدزي د سلېمانخېل یو ښاخ دئ. خو دومره پراختیا ئې موندلې ده چي نن په مستقل ډول یو خېل ورته ویل کېدای سي . په عنعنوي ترتیب دوی د جرګې او مرکې یوه باصلاحیته مرجع ده. وايي چي د دوی نیکه (احمد بابا) ته پلار دعا کړې وه چي ستا مرکه دي درنه وي . همدا وجه ده چي نن د احمدزي نرخ ډېر دروند او نه ماتېدونکۍ دئ ددغي قبیلې نرخیان د نورو قبیلو و مرکو ته بلل کیږي او په مستقل ډول د دوی په نرخ نوري قبیلې هم پرې کړي کوي . کله چي یوه لانجه قبیلوي قضیه پېښه وي نو وايي چي د احمد زي په نرخ ئې فیصله کړې. د احمد زي نرخ ثابت مقررات لري او د ټولو متنازع فیها مسایلو له پاره ئې نرخ سواد لري . د احمد زي نرخ د عیسی او موسی د نرخ (دا هر یو د نامه په ردیف په قاموس کي راغلي دي ) په نامه یادیږي دا هر یو ئې ځانته مقرره لري. په دغو دوو نرخونو کي د موسی تر نرخ د عیسی نرخ دروند دئ او ډېر رواج هم د عیسی نرخ لري . دعیسی د نرخ په باب د عبدالرحمن پژواک د۱۳-۸ په کلنۍ کي مفصله مقاله خپره کړېده هلته دغه استاد دا نظریه هم یاده کړې ده چي د عیسی نوم د حصې څخه اخیستل سوی دئ. څرنګه چي د عیسی او موسی په باب یو فولکلور موجود دئ ، نو د هغه څخه دا نظر پیدا سوی دئ چي عیسی به حصه وه او وروسته به عیسی سوی وي . په داسي حال کي چي عیسی حیصه وبلل سي ، نو د موسی د پاره باید څه وویل سي؟. د استاد پژواک نظر دروست دئ ، چي دا هم دغه نومونه وه لکه اوس چي یادیږي، خو دا باید پر زیاته سي چي که ئې پخوانۍ ریښه پیدا کیږي، نو باید په آریايي متولوژي کي موضوع و پلټل سي. د احمدزي نرخ په ټولو ځایونو کي يو شان دئ او درنه جرګه چي جوړوي ، هغه په خټاوه کي وي خټاوه د ګرديز د ښار لویدیځ ته پر لنډه فاصله واقع یو ځای دئ او احمدزي وايي چي دوی د خټاوې څخه نورو سیمو ته تللي دي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]