په پښتنې قبیله کي خېل یو اتنوګرافیک واحد دئ چي قبیلې محور بلل کیږي . خېل د صلا حیت د واک مرجع ده ، چي نصیحتونه يې په جرګه پوري اړه لري اوجرګه هم دخېل د ټاکلو غړو څخه جوړیږي. خېل د پښو مجموعه ده، پښې د کهولونو د غړو څخه جوړیږي. لکه د پښو مجموعې او لویو تصمیمونو له پاره چي مرجع ده، نو په لوړه خوا کي د ټبر په کړۍ کي بیا د یوه غړي حیثیت لري. دخېل چوکاټ او موقف تر هر څه وړاندي د جرګې په صلاحیت جوړیږي، همدا رنګه د ټبر په جګړه کي بیا خېل د یو غړي په حیث رایه لري. دخېل قبیلوي جوړښت په آریايي ټولنه کي چي د پښتني قبیلې مور بلل کیږي، په جرګه کي پوره څرګند و. دخېلونو نماینده ګانو په جرګه کي ګډون کاوه او د تصميمونو په نیولو کي ئې ثابیتي رايي درلودې، خو د (کاسټ) سیسټم چي کله وزېږېدئ، نو قبیلوي اشرافیت دکاسټ تابع سو. په کاسټ کي هم د (برهمن، کشتري، او ویسیا) تر منځ رابطه وه او تصمیمونه ئې په ګډه نیول. یوازي څلرمه طبقه (شودرا) د صلاحیت څخه خارج او د مال په جمله کي وبلل سوه. په پښتني نننۍ قبیله کي خېل دقبیلې یو ټیپک واحد دئ ، چي د عزیز ګلوي kinship بنا پر ولاړه ده. خېل د (زي) سره یو مفهوم لري، خو دغه نومونه په عامه مکالمه کي د پښو او قوم له پاره هم استیعمالیږي، ولي د يو اتنوګرافیک واحد په حیث خېل د (زي) سره مساوي ځای لري . د جنوبي سیمو په قبیلو کي د (خېل) کلمه او په لویدیځو قبیلو کي د (زي) کلمه ددغه قبیلوي واحد د اصلي نامه په ضحیحه راځي . په هغو قبیلو کي چي د قبیلې د نامه په ضحیحه بې خېل او زي نه وي راغلې ، د هغو په لاندنیو کړیو (پښو کي) بیا د خېل او بیا د خېل او زي لاحقه راغلې وي. همدا رنګه د خېل په لاندي پښو کي د پښو د اصلي نامه په ضحیحه ، زي هم راځي. او د لویدیځي خوا د قبیلو د (زي) د واحد په پښو کي د (خېل) د کلمې لاحقه ډېره لیدل کیږي. داد خېل صلاحیت دئ چي یو مجرم سړی د قبیلې څخه و رټي (وشړي) اودا هم دخېل صلاحیت دئ چي د بلي قبیلې سړی په خپل خېل کي ومني . دا کار د خېل د جرګې په تصمیم عملي کیږي. د خېل قبیلوي موقف موږ ته تر هر څه د مخه د هغه د جرګې په صلاحیت کي را څرګنديږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]