Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د سپین ږیري غله جزا

که سپین ږیری پر غلا ونیول سي هغه ته نوره سزا نه ورکوي صرف ږیره، باڼه، او بریتونه يې ورخريي او نور يې ایله کوي. دا ډېر بد مجازات دي او کوم چاته چي دا مجازت په نصیب سي هغه ځانته مرګ غواړي خو دا نه مني. دا سپکه د سپین ږیري و اولاد ته په متل او میراث پاتیږي. د ږیري او برېتو ور خریل يې له دې کبله ورته ټاکلي دي چي غلا د یو سپین ږیري له پاره له عیب کار دئ، خو د سپین ږیروالي په احترام يې د نور تاوان څخه معافوي، صرف د سپین ږیرتوب له حق څخه يې مجروموي او د بې ږیري هلکانو په جمله کي يې ورداخلوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]