Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې
درې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

درېیمان

درېیمان هغه بې طرفه منځګړي دي چي د روغي له پاره مقرریږي. درېيمان د دواړم خواو په پېښه ځان خبروي او بیا په دوی کي ملامت او بر حق سره جلا کوي. درېيمان د عارضي روغي له پاره ټاکل کيږي او که يې پرېکړه کوم طرف ونه مني ناغه هم نه لري، چي د مرکې سره يې توپیر هم په دغه ټکي کي دئ. دې ته په لویدیځه خوا کي ثالث بالخبر هم وايي چي یوه عربي اصطلاح ده، او د دریمګړو په نامه هم یادیږي. به دغه خلکو کي هغه کسان چي په قبیله کي په بې طرفي شهرت لري، ټاکل کیږي. دوی کولای سي چي پر یوه ځای د دواړو خواو سره وګوری یا جلا جلا ورسره وګوري. د قضیې د ښه معلومولو له پاره د نورو بې طرفو خلکو څخه هم پوښتني او ګروېږني کولای سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]