Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې
درې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

درې بوجه

کله چي په یوه ټاکلې قضیه کي مرک چیان وټاکل سي، نو کله کله داسي هم کیږي چي پر دغه شمېر نورو هم په دغه تعداد زیات سي، دې ته دوه بوجه وايي او کله کله بیا طرفین د مسابقې په ډول دغه شمېر درې چنده کوي، چي دې ته درې بوجه وایي. درې بوجه ډېر مصرف لري او خلاف يې هم ډېر دروند وي. په کومه لویه قضیه کي چي رقابت زیات شي، نو درې بوجه مرکه پر را غواړي. درې بوجه مرکه په لویو پيښو کي جوړیږي، خو په دغه درې بوجه کي د سپين ځدراڼ او احمدزي مرکه چیان ګډون نه کوي ځکه هغوی ثابت نرخ لري چي د قضیې په اورېدو يې ابلاغوي او دواړي خواوي يې په منلو هم مکلفي ګڼل کیږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]