خون قتل نفس دئ، چي په ا کثرو ځایونو کي مړينه ورته وايي. خون د قتل په وخت کي د (دیت) یوه ټاکلې اندازه هم ده، چي نرخیان د هغه په قرار د قاتل پر ذمه د مقتول دیت ټاکي. خون د ناغې یوه ټاکلې اندازه ده هم ده چي د ژوبلي پر وخت استعمالیږي. د مثال په ډول، که یو غوږ پرې کړي نو نیم خون پور پر ذمه اخلي او که دواړه غوږونه ئې پرې کړي نو پوره خون باید تادیه کړي. ددې جملې څخه د ټولو اندامو له پاره د خون په مقرره نرخ موجود دي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]