Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
خا خب خل خو خټ خی خۍ خې
خول خون

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

خوله ماتول

د واک په مرکه کي چي کله مرکه‌چيان يا مرکزن کومه فيصله وکړي، نو د فيصلې (پرېکړي) ابلاغ ته خوله ماتول وايي. د دغي پرېکړي څخه يوه خوا هم مخ نه سي ګرځولی او وايي، چي خوله ئې ماته ده. کله چي خوله ماته سي، يعني د واک د مرکې غړي خپله پرېکړه واوروي، نو په دغه ټاکلې قضيه کي بيا يوه خوا هم د شکايت حق نه لري او بله مرکه هم نه پر جوړيږي. کله کله چي مرکه داسي پرېکړه وکړي، چي دواړو خواوو ته د منلو وړ نه وي، نو کېدای سي، چي بله مرکه پر را وغواړي. په دغسي مورد کي نو وايي، چي مرکه ئې د خولې ماتېدو ته پرې نه ښووله. په عامه اصطلاح کي وايي، چي خوله ئې يو ځل ماته سي، بيا بايد و نه ښوري، يعني د مرکې پرېکړه بايد ومنل سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]