د نورو قبيلو هغه خلک چي د کومي قبيلې سره اوسي او د دغي قبيلې په کلي کي مځکي و نه لري، اوپره بلل کيږي. اوپره ته د کم اصل په سترګه نه کتل کيږي، ٍيعني قبيلوي هويت ئې معلوم وي، خو د يوې قوي قبيلې په اړخ کي اوسي او د مځکي خاوندان نه وي. غالباً چي دا کلمه په قبيلوي روابطو کي هغه مهال منځ ته راغلې ده، چي کوچيتوب په زراعت بدل سوی دئ، ځکه په کوچي قبيلو کي د اوپره کلمه نه اورېدل کيږي. اوپره خلک اکثره د نورو بزګري او مزدوري کوي. د دوی څخه چي د قوم پوښتنه کيږي، مخکي له دې چي خپله اصله قبيله وښيي، وايي چي: اوپره يو. دا اوپره کلمه نو د متکلم مطلب د مخاطب و ذهن ته ژر ورولي، چي و هغه قبيلوي اقليت ته منسوب دي، چي مځکه نه لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]