Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
جر جم جو جګ
جما جمع

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

جمات

د اسلامي عبادت ځای ته جمات وايي. څرنګه چي جمات ته قبيلوي خلک په تقدس قايل دي، نو اکثره کوچنۍ مرکې او جوړي په جمات کي کيږي. کله چي مرکه په جمات کي دايريږي، نو د خيرات له پاره د يو پسه يا وزګړي غاړي هم د جمات په وره کي پرې کړي او د جمات د دروازې پر چارچوب د وينيو يو څاڅکی وکړي، څو د دغه خيرات په برکت د دوی جوړه او روغه منځ ته راسي. کله کله بيا د مرکې د پرېکړي څخه وروسته دا خيرات کيږي، البته په دې صورت کي دا د شکر خيرات وي، چي په جمات کي کيږي. جمات د قبيلې د خلکو تر منځ د اطلاعاتو د مبادلې ځای هم دئ. د مازيګر او ماښام د لمونځونو د وخت تر منځ کليوال خلک جمات ته را ټوليږي او هلته د يو او بل له احوال څخه خبريږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]