Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
جر جم جو جګ
جګړ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

جګړه

د مرګ ټپ او ژوبلي عمل که د دوو کسو تر منځ پېش سي او که د ډېرو تر منځ واقع سي، جګړه بلل کيږي. جګړه يو خاصمانه عمل دئ، چي دښمني منځ ته راوړي او په دغسي صحنه کي د دوستۍ بيرته اعاده جرګې او مرکې غواړي. په قبيلوي جګړو کي د عمل شدت بالکل زيات وي او د مخنيوي له پاره ئې سپين پټکيان توري کټوي پر سر نيسي يا قرآنونه پر سر نيسي او د جګړې ډګر ته ور ننوزي او په دې ډول جګړه په موقت ډول بندوي، څو مرکه‌چيان د جوړي او روغي فرصت پيدا کړي. په دې پسي مرکه‌چيان يا جرګه‌وال ډبره (تيږه) ايږدي او دغه تيږه نو يا موقتي وي يا دايمي. په دې ډول جګړه پای ته رسيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]