Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
جر جم جو جګ
جرګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

جرګه

قومي غونډه چي د فيصلې صلاحيت لري او حکم ئې د منلو وړ وي. په عام ډول د جرګې اصطلاح پر هره غونډه کيږي، کوم چي د قبيلوي مسألو د حل له پاره جوړيږي. دلته د جرګې او مرکې مفهوم يو دئ، خو په خاص ډول جرګه هغه لويه غونډه ده، چي په هغه کي د خېلونو مشران را ټوليږي او د لويو قومي مسايلو په باب فيصلې کوي. په جرګه کي ملايان (مذهبي پېشوايان) د سپين پټکيانو په نامه ګډون کوي او د خير دعا د دوی کار دئ. نرخيان چي د جرګې په قوانينو پوه وي، هم ګډون کوي. جرګه په خاصو ځايونو کي او بالعموم پر مشهورو زيارتونو کيږي. جرګه په ښکاره جوړيږي، او برسېره د جرګې پر جرګه‌والو نور عام خلک هم په يوه داسي فاصله کي کښېني، چي د جرګې خبري اوري. په دغه وخت کي که څوک نظم خرابوي، د هغه له پاره د قبيلوي قوانينو مطابق ټاکلي جزاوي سته. کله چي د جرګې په باب د متخاصمو طرفينو څخه يوه طرف ته د زيان خبره تکيه کيږي، نو هغه طرف خپل عدم رضايت د ډبرو په ټکولو څرګندوي. دغه کار هم ښه نه ليدل کيږي او د جرګې د نظم د خرابوالي باعث ئې بولي، خو څرنګه چي په عنعنوي ډول دا رسم پاته دئ، نو اوس هم ځای ځای او کله کله ليدل کيږي، خو په ښه سترګه نه کتل کيږي. په هر مهم وخت کي جرګه جوړيږي او فيصله ئېټولو ته د منلو وړ ده. جرګه يا د قبيلو تر منځ د تخاصم په صورت کي د روغي له پاره جوړيږي، يا د يوه مهم کار له پاره د خېلونو د اتحاد او تصميم په غرض دايريږي. د پښتنو د قبيلوي اتحاديې د جوړښت په مرحله کي دوې لويي جرګې ډېر لوی نوم لري، چي يوه د ايراني تسلط د خاتمې له پاره د مانجې جرګه وه، چي په هغه کي يو لوی شمېر پښتنو او بلوڅو خېلونو مشرانو ګډون کړی وو او ميرويس خان ئې د ګرګين پر ضد کودتا ته مامور کړ. دوهم د کندهار په شېر سرخ کي د احمد شاه بابا د انتخاب جرګه وه، چي د يو لوی شمېر خېلونو مشرانو ګډون پکښي کړی وو. د مرکې سره د جرګې توپير دا دئ، چي مرکه په وړو او کوچنيو مسايلو کي دايريږي او جرګه د لويو او مهمو مسايلو د حل له پاره جوړيږي. په جرګه کي د بېلو لېلو خېلونو مشران ګډون کوي او په مرکه کي د يوه خېل د بېلو بېلو پښو يا خېلخانو مشران را ټوليږي. د جرګې د فيصلو څخه تېری ډېر سخت مجازات لري او په لومړي سر کي ئې کور سوځل کيږي. جرګه يوه لويه با صلاحيته غونډه ده، چي د خېل د واحدونو صلاحيت لرونکي مشران پکښي را ټوليږي او د دوی ګډ تصميم په يوه پراخه ساحه کي تر تطبيق لاندي راځي. په آريايي قبيلو کي همدغه راز جرګې وې او کله چي دوی د آريانا په آبادو مځکو کي د رمو او کوچ بار څخه په مځکه (کښت و کر) پوري پنډ سول، نو په قبيله کي د يوه لوی انکشاف سره جانا منځ ته راغله او جاناپادا د ټبر مشر په جنګي کوټ کي کښېنوست. په دغسي مرحله کي دوی دوې جرګې پيدا کړې، چي يوه سابها او بله ئې سمتي وه. په دې جرګو کي په يوه کي عوام او په بله کي خواص را ټولېدل. د خېلونو يوې ټاکلي مجموعې ته چي په نسبي رابطه سره تړلي وي، ټبر وايي او په هغو لويو جرګو کي چي د لويو تصميمونو له پاره جوړي سوي دي، د ټبرونو نماينده‌ګان ور تلل. د جرګې غړی د سپين ږيري په نامه ياديږي او مشر هم ورته وايي. جرګه خاص مشر نه لري، بلکي غړي ئې په مساوي شرايطو سره کښېني. په جرګه ځای کي چي د جرګې غړي را ټوليږي، نو غونډه په دايروي شکل جوړوي، چي د پورته او کښته امتياز پکښي را نه سي. د هغو مسألو پر وخت چي عمومي تصميم نيول کيږي، کېدای سي چي جرګه پټه جوړه سي. په دغسي وخت کي د جرګې سېلانيان جرګې ته ور نژدې کېدای نه سي او که کوم څوک د دغه کار مرتکب وګرځي، نو سخت مجازات ور کوي، په مجازاتو کي ئې د ږيري او برېت د خريلو څخه نيولې، تر کور سوځلو او حتی وژلو پوري عمليات شامل دي. په جرګه کي د تصميم د نيولو پر وخت په مالګه، توره او قرآن شريف هم قسم سره کيږي او دا مراسم داسي اجرا کيږي، چي ټوله پر دغو درو شيانو لاس ايږدي او تصميم ته د وفادارۍ کلمات له خولې را باسي. که د جرګې هغه غړي چي د پټي جرګې په تصميم نيولو کي ئې برخه اخيستې وي او بيا د جرګې پټ راز ښکاره کړي، هغه ته هم د ږيري خريلو، کور سوځلو او وژلو مجازات ور کول کي.ي. د جرګې د جوړېدو له پاره هره قبيله جلا ځای لري او دا ځای تقدس هم لري او په ځينو ځايونو کي بيرغ هم پر ځړول کيږي. د جرګې ځای سر‌خلاصی وي او په عمومي ډول دا ځای پر ډاګ جوړ سوی وي، چي د جرګې د نندارې له پاره د قبيلې ټوله خلک د هغه پر شاوخوا را ټوليږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]