ټېلو هم د کرلاڼ يا کرلاړي نيکه زوی او د ټيپي ورور وو. ټيلو د منګل نيکه بلل کيږي. په ټيلو کي هم د ټيپي په شان خېلونه يو د بل په طرفداري دريږي. دلته هم د جرګې او مرکې پر وخت د ټېلو له پاره د ټيپي او بيټي په اړه کي ځای ور کول کيږي. په ګوندي رابطه کي هم دا درې پلاره يوه لړۍ جوړوي. د منګلو بېل بېل خېلونه او پلرونه چي خپل تر منځ هر څومره اختلافات لري، خو د ننګي پر ځای د ټېلو په رابطه سره دريږي. د خوست خکم خان چي د سرحداتو مامور دئ، په دې ياداښت کي وايي: (د ټېلو حساب اوس چنداني نسته، خو په تر مخه کي د ګوندي او جرګې پر وخت د بيټي، ټيپي او ټېلو حساب په ډېره پاملرنه پالل کېدی.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]