Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ټا ټب ټي ټپ ټک ټې
ټيپ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ټيپه

وايي چي د کرلاڼ نيکه د درو زامنو څخه يو ټيپه وو، چي د ځدراڼ نيکه بلل کيږي. کله چي کومه پېښه په لويه ساحه کي پېښه سي، نو د بيټي، ټيپي او ټيلو په حساب بېل بېل خېلونه سره يو ځای کيږي او يو د بل سيله کوي. ښاغلی حکم خان چي د خوست دئ او په قبيلوي روابطو کي د معلوماتو خاوند دئ، راته وويل: (اوس د ټيپي حساب چندان نه پالل کيږي، خو کله چي د ګوندي په برخه کي د بيټي او ټيلو حساب راسي، نو هلته د ټيپي په رابطه د کرلاڼي دا درې پلاره سره يو ځای کيږي. په لويو جرګو او مرکو کي د ټيپي پلار يو نماينده لري او هغه د ټيپي د داخل څخه ټاکل کيږي).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]