ټک کول د ټکري اخيستلو په شان يو عمل دئ. کوم څوک چي پر پېغله ټک وکړي، معنا ئې دا ده، چي دا د ده ښځه سوه. دلته خسر خېلو ته بايد ننواتي ولېږل سي او هغه ولور بايد تاديه سي، چي خسر خېلو هر څومره ټاکلی وي. ټک کول د ټکري اخيستلو او ږغ کولو سره يو شانته مفهوم ور کوي. دا عمل داسي اجرا کيږي، چي کله پېغله ښځه د کور څخه يوه کار ته وتې وي، د هغې پر سر توپک ونيسي او ټک وکړي. کله د نجلۍ د کور سره ټک وکړي او داسي هم کيږي، چي بيخي ټک و نه کړي او د خلکو په مخ کي ووايي، چي د پلانکي لور يا خور زما ده. دې ته هم ټک وايي. د ټک کولو په باب هم نرخ هغه دئ، چي لومړی به د نجلۍ پلار ته مرکه او ننواتي ور ليږي او بيا به هر څومره ولور چي هغه ټاکلی وي، هغه ته تاديه کوي، که له دغو کارونو څخه يو و نه کړي او ولور هم و نه مني، دا نو د بدۍ په نيت يو کار بولي او د نجلۍ پلار او ورور او د قبيلې ټوله نژدې تربرونه مکلف دي، چي د شرم ساتلو په دود د هغه سړي سره معامله وکړي. په دغسي کار کي بالعموم ټک کوونکی وژل کيږي. که تر دغه انکار وروسته د شرايطو منلو ته حاضر سي، نو هلته بيا مجبور دئ، چي هم مرکه وليږي، هم ننواتي وکړي او هم د شرم په نامه يو څه تاديه کړي. که په دې لار کي قتل پېښ سي، نو د پورتنيو مراتبو څخه علاوه به د سورې په نامه ښځه هم د نجلۍ په پلرګنۍ کي ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]