ټپ زخم دئ. ټپ پر تور او سپين وېشل کيږي، تور هغه ټپ دئ، چي د بدن په پټه خوا کي وي او سپين هغه ټپ دئ، چي د بدن په څرګنده او ښکاره خوا کي وي، مثلاً: ځيګر، ورنونه او نس په پټه خوا کي دي، خو پزه، خوله، غوږونه او لاسونه په سپينه خوا کي دي. ټپ د خپل محل او د هغه په لحاظ تاوان لري، چي د نرخ په چوکاټ کي ورته ټاکل کيږي. مثلاً: هغه ټپ چي هغه ټپ چي د غاښ لګولو څخه پيدا سي، د هغه ټپ سره توپير لري، چي د ډبري د وار څخه پيدا سوی وي، همدارنګه د چړې، توري او ټوپک ټپ هر يو ځانته مقررات لري. په ځينو قبيلو کي هغه ټپ چي په څرګنده خوا کي وي، يعني د سپين تابع وي، هغه نسبت د بدن د پټي خوا ټپ ته چي په تور اصطلاح کيږي، زيات تاوان لري. د ټپ د تاوان معيارونه د احمدزيو په نرخ کي پوره څرګند دي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]