Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
خا خب خل خو خټ خی خۍ خې
خلا

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

خلات، خالوت، خلوت

خلات، خالوت او خلوت درې سره يوه کلمه ده، چي په بيلو بيلو لهجو سره ويل کيږي. کله چي په يوه متنازع فيها مسأله کي مرکه‌چيان په پرېکړه بريالي سي او دواړه خواوي قناعت په وکړي، نو د تحفې په ډول مرکه‌چيانو ته يو څه ور کوي، چي هغه خلات، خالوت يا خلوت بولي. د خلات يا خالوت دا تاديه د لسو روپو څخه تر لسو زرو پوري وي او کله کله جنس هم ور کول کيږي. دغه خلات، خالوت يا خلوت هغي تاديې ته هم ويل کيږي، چي د ولور په شان د زوم له خوا د ناوي ماما ته ور کول کيږي. د پکتيا په ټولو قبيلو کي ماما د ورېرې په ور کولو کي د خلات حق لري او که ورته ور نه کول سي، هغه کولای سي، چي ښځه را وګرځوي. (۱): خلات هغو بخښښي جامو ته هم ويل کيږي، چي د اميرانو له خوا چا ته وبخښل سي. محمد ګلاب ننګرهاري ويلي دي: د مغلو خلات واغونده سردار شه - خير و شر د ځان وپېژنه هوښيار شه. د مغلو د پاچهۍ په دورو کي خلاتونه په دريو درجو وېشلي ول. لومړۍ درجه خلات شپږ ټوکره، دوهمه درجه پنځه ټوکره او دريمه درجه خلات درې ټوکره وو. (رشاد).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]