څوک چي کلا لري، هغه به اوجره هم لري. اوجره د مېلمه او مجلس له پاره خاص ځای دئ. په اوجره کي د کار او روزګار دپاره تصميمونه هم نيول کيږي. د خانانو په اوجرو کي د ټنګ ټکور مجلسونه هم جوړيږي. اوجره د هر ډول تيري څخه مصئونه ده، که يو ډېر غټ مجرم او قاتل هم د چا اوجرې ته راسي، مدعيان ئې په اوجره کي کار نه سي په درلودلای. که د اوجرې د خاوند د زوی او ورور قاتل هم اوجرې ته ور ننوزي، نو مصئون دي او تر هغه وخته پوري چي دلته وي، څوک څه نه ورته وايي. په اوجره کي د کښېنستلو په ادابو کي دا شامله خبره ده، چي مشر د مشر پر ځای کښېني او کشر د کشر پر ځای. خو د اوجرې خاوند لوړ نه کښيني او ځای ئې د اوجرې په پای کي معلوم وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]