Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
خا خب خل خو خټ خی خۍ خې
خان

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

خان

د قبيلې مشر خان بولي. خان د جرګې او مرکې غړی وي او په ځينو وختونو کي په خپله هم امر کوي او د قبيلې نور غړي به ئې اجرا کوي. خان د کلا او سترخوان خاوند وي او اوجره هم لري. غيرتمن خان ته د شملې خاوند وايي. په هغه ځايونو کي چي اولسي تعاملات په پخوانۍ بڼه قوي پاته وي، هلته (مير) د اقتدار مرجع وي، خو په کومو سيمو کي دا تعاملات يو څه سست سوي وي، نو خان او خاني په قوت کي وي. د پښتنو په لوېديځه او ختيځه خوا قبايلو کي خان د قبيلو د مشر د صفت نوم دئ. خاني يوه د اقتدار موسسه ده، چي د قبيلې د مشر تر اداره لاندي وي، دغه مشر ته خان ته ويل کيږي. په اولنيو قبيلو کي چي د شخصي ملکيت پوره نه وه ورته برابر سوي، دغسي مشر به په جرګه کي ټاکل کيږي، خو وروسته دغه مشري عمري او بيا پسي ميراثي سوه. په قبيلوي هغسي ژوند کي چي نسبي اتکا ئې پر مځکه تکيه سوې وي، د خانۍ موسسه په ډېر صلاحيت کار کوي. د خان صلاحيت د هغه په ملکيت او سړو کي کل اختياره وي. خان د قبيلې نور خلک د ځان او خپل ملکيت د ساتني له پاره د عزيزانو په نامه ساتي. خان يوه منګولي کلمه ده او د منګولي تهاجماتو سره دغه د مشرۍ عنوان د منګوليا څخه تر چين، خراسان، هندوستان او خوارزم پوري په ټوله سيمه کي خپور سو. دا د مشرۍ لقب چي د منګولي تهاجماتو له دورې څخه پښتني قبيلو ته ورسېد، نو ورو ورو ئې ځای ونيوئ. پښتني قبيلې چي په ګرځنده حالت کي د يوې سيمي څخه بلي سيمي ته سره تېرېدې، نو پر نويو مځکو به ئې اړول، هغه به ئې د مشر تر ادارې لاندي ابادوله. دغه مشر د شرايطو په ايجاب بايد ډېر سرتېر هم وای او دا د ماجرا جوی روحيې، دغه عنوان ته لار برابره کړه. د دغسي قبيلوي خانيو د ماجراجويانو د اعمالو مثالونه د پښتو په شفاهي کيسو کي خورا ډېر دي. د ادم خان او درخانۍ کيسه د قبيلوي خانيو ډېر ښه تصوير وړاندي کوي. په دغه کيسه کي د خانۍ موسسه او د هغې سره د عرف او عاداتو په برخه کي قضايي عرفي روابط هم تشريح کيږي. د قبيلوي خانيو سيالۍ، رقابتونه او حقوقي تعاملات په دغه کيسه کي په صفايۍ تصوير سوي دي. په پښتني قبيله کي خان د عرض مرجع ده، هغه جرګه يا مرکه را غواړي. په ځينو سيمو کي چي اقتصادي قدرت ئې زيات سوی وي، خان د مرکې خرڅ هم په خپله ور کوي، په دغسي قبيلو کي خان پر جرګه او مرکه خپل نفوذ هم ساتي او دغه عمل په خپله د جرګې د صلاحيت په محدوديت او د عمر په لنډوالي کي اغېزه لري. کله چي خان د ملک تر عنوان لاندي راسي، نو دا د خانۍ د وروستۍ سا ختلو وخت وي، ځکه په ملکۍ کي دی د دولتي ادارې د يو رابط وظيفه‌دار په حيث موقف ساتي. د مير او اربکي سيسټم چي تر خانۍ پخوانۍ مرحله ښيي، په پيرکوټي، منګلو، ځدراڼو او د جنوبي سيمو په ډېرو قبيلو کي تر دا نژدې وخته پوري وو. د همدغه سيسټم په اړخ کي خان را وزېږېدئ او هغه مير چي په جرګه انتخابېدئ، د مطلق مشر په حيث خان وبلل سو. مغولي دربارونو که په چين کي ول، که په هند کي، دغه لقب د قبيلې مشرانو ته په دولتي اعتبار ور کاوه او نور ختيځو دربارونو هم د هغو په تقليد دا کار رواج کړ. د دولتي لقب خاوند (خان) د خپلي کټه‌ګورۍ په تناسب دربار ته د جګړې پر وخت قومي لښکر برابراوه. د خانانو پر سر يو لوی خان هم مقررېدئ، چي هغه ته به ئې (خان خانان) وايه. د پښتنو په ټولو قبيلو کي مشر ته خان وايي، يوازي په هغو محدودو قبيلو کي چي حالت ئې پر اولني حال دئ، د (مير) يا (مشر) په نامه ياديږي. د خان د موقف او قبيلوي صلاحيت د حدودو په باب الفونسټون داسي وايي: «د خانۍ قدرت په مځکه، د قبيلې په فزيکي قوت او د دربار سره پر وفادارۍ ولاړ دئ. تر هغه وخته چي د دربار سره د خان وفاداري وي، دی د دربار په حمايت کي دئ، خو کله چي ئې دغه وفاداري لږ سي، نو دربار د هغه رقيب سي، چي سيال تربور ئې وي، ورته را پورته کوي. په ځينو ځايونو کي خان د پاچا له خوا او په ځينو سيمو کي د اولس له خوا ټاکل کيږي. خو په دې دواړو صورتونو کي د مشرتوب له پاره عمر، تجربې او کرکټر ته ارزښت ور کول کيږي. کله چي خان مړ سي، د هغه زامن او ورېرونه زيار باسي، چي په قبيله کي د ځان له پاره ګوندونه پيدا کړي او د کانديدۍ په وخت کي هر يو دربار ته وفاداري ښکاره کوي او وزيرانو ته بډي او رشوتونه ور کوي. کله چي يو کانديد کامياب سي، نو ناکام کانديد د يو رقيب په حيث د هغه پر وړاندي دريږي او د هغه پر ضد په دربار کي دسيسې ورته کوي، کله چي ناکام کانديد ته تخريبونه کوي، نو د کامياب کانديد د قبيلې هغه برخه چي له ده څخه خپه وي، د ناکام کانديد په ملاتړ دريږي او په دې ډول هغه له پښو غورځوي. خان د مالياتو د راټولولو، عسکري خدمت ته د افرادو د ور کولو او دا شان د نورو وظيفو سره د غير مستقيم عايداتو په وجه ډېر نفوذ پيدا کوي».
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]