کله چي د دوو متخاصمو خواوو تر منځ جوړه وسي، چي په پخوا کي دواړو خواوو يو بل کي مړي سره کړي وي، نو داسي جوړي ته څلی ړنګول وايي. د څلي ړنګول اصطلاح په خاص ډول هغه وخت استعماليږي، چي د دوو خواوو تر منځ مکرر قتلونه سره سوي وي. څلی د قبر شنختي ته وايي او کله چي د ړنګولو کلمه ور سره يو ځای سي، نو دا مفهوم افاده کوي، چي نور به يو د بله نه سر وژني. د څلي ړنګولو عمليه د پسونو او خيراتونو په بدرګه کيږي. په ډېرو مواردو کي د څلي د ړنګولو سره دغه دواړي خواوي يو و بل ته د دوستۍ د ټينګولو له پاره ښځي هم په نکاح سره ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]