Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
څل څو څړ
څلو څلی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

څلی

څلی د قبر شنختي ته وايي، خو د قبيلوي تعاملاتو په برخه کي څلی د هغي تاديې و غبرګېدو ته وايي، چي لومړی ئې د ساز په نامه اخيستې وي او وروسته دغه ساز مسترد کړي او د (وار) په نامه خپل انتقام (غچ) ته چمتو سي. کله چي داسي واورو: (پلانکي څلی ور کړ)، نو د دې معنا دا ده، چي هغه ساز چي ئې د جوړې په وخت کي اخيستی وو، هغه ئې مسترد کړ او په دې پسي نو مدعي په دې پوهيږي، چي تر بريد لاندي دئ. کله بيا د مدعي څخه د وار اخيستلو وروسته څلی ور کول کيږي، خو دا شکل ئې ډېر لږ پېښيږي او که ئې ور هم کړي، نو پړه ور اوړي او تاوان ئې پر ذمه درنيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]