Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
څل څو څړ
څلو څلی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

څلور ګوتي

د چړې، خنجر او توري تېغ په ټپ کي د زخم معيار څلور ګوتي دئ. که تر هغه کم وي، لږ پور او که زيات وي، ډېر پور په نرخ کي ټاکل کيږي. کېدای سي چي د يو سړی پر داسي ځای ټپ واخلي، چي هغه محرم وي او ښکاره کول ئې شرم وي، نو په دغسي وخت کي ټپ تر څلورو ګوتو زيات ګڼل کيږي، که څه هم کم وي. خو په دې لحاظ چي د شرم ځای ئې زخمي کړی وي، نو هغه ته لوړ معيار نيول کيږي. د بدن په بيلو بيلو برخو کي د څلورو ګوتو زخم ته بېل بېل تاوانونه ټاکل کيږي او په تعاملي نرخ کي دا هره برخه ټاکلی ځای لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]