څړ ځای د (څړولو) له پاره اورشو ده. په څړ ځايونو کي د هر قوم خپل ټک معلوم دئ، که څوک د بل پر څړځای تېری کوي، هغه په نرخ کي يو پور پر غاړه اخلي. دا څړ ځايونه د پخوا څخه معلوم دي، ولي تر اوسه لا هم په څړځايونو کي شخړي او لښکرکشۍ کله کله کيږي. په بدۍ کي کله کله د څړ ځايونو د ورانولو کار هم کيږي، خو دغسي زيان ته په ډېره بده سترګه کتل کيږي. په هغو څړځايونو کي چي غټ واښه کوي، نو هغه چي وچ سي، په ژبي د مالونو خورک وي. په بدۍ کي دغسي څړ ځای ته که اور ور اچول کيږي، نو دا يو ډېر سخت تاوان لري. دا کار که په سهوه سوی وي، نو تاوان نه لري، خو مرتکب ئې ترټل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]