Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تيږ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

تيږه ماتوونکی

هغه څوک چي د تيږي د مقرراتو مخالفت وکړي، تيږه ماتوونکی بلل کيږي، په خاص ډول هغه وخت چي د قبيلو تر منځ د جګړې څخه وروسته جرګې تيږه ايښې وي، نو که کوم څوک د هفه فيصلې پر ضد تېری وکړي، مجازات ئې ډېر دروند وي او په لومړي سر کي بايد کور وسوځل سي. دغسي سړی د قبيلې څخه په رټلو (شړلو) هم محکوم کيږي. د نېټې په تيږه کي هم يوه خوا په خپل سر نه سي کولای چي تيږه ماته کړي، بلکي يا ئې د مقابلې خوا په موافقه ماتوي او يا هغه نېټه چي ټاکل سوې وي، په پوره کېدو ئې تيږه ماتيږي. هغه قبيلې چي د تيږي مراعات نه کوي، تيږي ماتوونکي خېلونه بلل کيږي او دا يو بد شهرت دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]