تيږه، ډبره يا کاڼی ټوله يو مفهوم لري. تيږه يوه متارکه ده، چي د قبيلې د متخاصو خواوو تر منځ تر سره کيږي. په ځينو ځايونو کي دغه تيږه يا تيګه د جرګې د قانون په مفهوم هم راځي، مثلاً وايي: د احمدزي تيږه ډېره درنه ده. د عيسی په تيږه يا د موسی په تيږه ئې را سره معلوموي؟ د جرګې د فيصلې منل سوی قرار تيږه ده، چي تضمين ئې په (برمته) سره سوی وي. لکه په مرکه کي چي بند يا تړون د متارکې يا د مرکې د قرار په مفهوم راځي، نو په جرګه کي بيا دغه مفهوم د تيږي په نامه ياديږي. تيږه دوه ډوله ده، يوه ئې دايمي او بله ئې موقتي ده. موقتي تيږه حتی د درو ورځو له پاره هم ايښوول کيږي او کېدای سي، چي دا موقتي تيږه په دايمي تيږه بدله سي. شينواري د نرخ سلسله مراتب ته مواد سنګ وايي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]