تويغ د تاوان په معنا هم راځي، خو په عام ډول هغه مصرف ته تويغ ويل کيږي، چي د مرکې د خرڅ له پاره را ټول سوي وي، مثلاً وايي: پلانکي داسي تويغ ور کړ، چي مرکهچيانو ئې لاسونه په غوړو پرېولل. دغه تويغ د پلريني د ټولو په ونډه جوړيږي او که يو سړی مصرف وکړي، هغه ته خرڅ وايي، چي دا اصطلاح په ځدراڼو کي ده. په ځدراڼي سيمو کي کله کله مرکې او جرګې ونيسي او د دعوې خواوي د تويغ په مسابقه يو د بل سټه سره وباسي. هغه مرکهچيان چي ډېر عمر پرېکړه نه کوي او تويغونه خوري، په قوم کي په تويغخور شهرت مومي، نو ځکه ځيني مصلح مرکهچيان د دعوې خلک و تويغ ته نه پريږدي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]