Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تور تول توي توپ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

تولګر

تولګر او نرخي يو مفهوم ور کوي. تولګر د جرګې هغه غړی دئ، چي په تول (قانون) پوه وي. د نرخي او تولګر تر منځ دا توپير يو څه ليدل کيږي، چي د کوچنيو پېښ، له پاره د مرکې غړي تولګر بلل کيږي، خو په لويه مرکه او جرګه کي د نرخي کلمه استعماليږي، لکه په نرخي کي چي دا ضرور نه ده، چي هغه بايد د يو قشري نفوذ خاوند وي، بلکي د قبيلې يو غريب سړی هم نرخي کېدای سي، خو په دې شرط چي د نرخ په ټولو رموزاتو به بلد وي. همدغه رنګه تولګر هم دغسي دئ. هغه څوک تولګر کېدای سي، چي د مرکې او جرګې مقررات ورته معلوم وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]