تول د وزن معنا لري، هو د قبيلې په عرفي حقوقي تعامل کي د قانون مفهوم ور کوي. تول د نرخ پر ځای هم استعماليږي. په جرګه کي هغه کسان چي د قبيلوي نرخ يعني قانون څخه خبر وي، هغه نوخيان بولي. همدارنګه په همدغه مفهوم کله چي د تول په لغت استعمال سي، نو دغه نرخيان بيا تولګر بولي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]