Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
ترب ترل تره ترو ترک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ترکاڼ

ترکاڼ (نجار) هغه سړی دئ، چي د لرګو څخه ور، کړکۍ او نور د لرګو شيان جوړوي. ترکاڼ تر ډم وروسته موقف لري او په قبيلوي اشرافيت کي ئې مقام ټيټ دئ. ترکاڼي هر سړی نه کوي، په قبيله کي د نورو ليري قبيلو څخه چي څوک ورغلی وي يا ئې د پلار او نيکه دغه کسب وي، ترکاڼي کوي. ترکاڼ په واده کي د زوم په طرف کي د (دروازې) په نامه يوه برخه هم لري، چي بايد ورته تاديه سي. په يوسف‌زو کي ترکاڼان په وېش کي د سيرۍ‌خورو په جمله کي راځي، چي مځکي ئې نه وېشل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]