Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
ترب ترل تره ترو ترک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

تربور

د کاکا زوی تربور دئ. په قبيله او پښه کي د يوې لړۍ خلک سره تربرونه دي. هغه چي ميراث ئې سره وړل کيږي، هغه تربور بلل کيږي. په قبيلوي ژوند کي د تربور سره رقابت عام عمل دئ، خو د بدۍ پر ځای تربور د تربور ننګه کوي. وايي: (تربور سربور دئ)، خو په بل ځای کي بيا داسي وايي: متل (بد تربور په بده ورځ په کاريږي). د تربور له کلمې سره د تربورګلوۍ اصطلاح هم ملګرې کيږي، چي په ختيځو قبيلو کي تربګنۍ ته وايي. تربور په پلرينه کي په ميراث شريک عنصر دئ او په پلرينه کي لوی سيال ګڼل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]