Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ات اح ار اس اش ان او اي اک اې
اشر

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

اشر

په قبيله کي عمومي کارونه په ګډه کولو ته اشر وايي. ځيني خلک دا کلمه د عربي د حشر څخه راوتلې بولي، ولي دا کلمه پوره آريايي کلمه ده. په اشر کي د کلي ټول ځوانان نارينه ګډون کوي او په ځينو سيمو کي چي سړی اشر ته نه ځي، نو خپل يو د کار يا بار حيوان ور ليږي. په اشر کي برخه نه اخيستل ځان ته ناغه لري او دغسي سړی تر منت او ملامتۍ لاندي هم وي. عمومي کارونه لکه د ويالې جوړول، د کاريزونو پاکول او د اوبو نارونه جوړل او داسي نور کارونه په اشر کيږي. اشر د لرغونو قبيلو يو اقتصادي ګډ فعاليت وو. په هغه وخت کي چي د قبيلې ټول فعاليت ګډ وو، نو مځکي به هم په اشر کرل کېدې. په ځينو قبيلو کي چي د نفوذ ساحې تشکيل سوي وې، هلته د قبيلې د مشر کارونه په اشر کيږي او هغه يوازي د کار پر وخت ډوډۍ بايد اشرباڼو ته ور کړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]