په پلرينه کي د تربرو تر منځ رقابت هت تربګنۍ وايي. تربګنۍ کله کله ډېره پراخه ساحه په ځان کي را کښېباسي او قبيلې د قبيلې سره په تربګنيو کي دريږي. د لوېديځي خوا پښتانه قبايل د تربګنۍ پر ځای د تربورګلوۍ اصطلاح راوړي. ځني قبيلې د لرغونو زمانو څخه خپل تر منځ تربګنۍ لري او د هغو عوامل دومره لرغونی وي، چي حتی د دوی په ياد هم نه وي، خو په تربګنۍ سره اخته وي. د ځينو قبيلو تر منځ د تربګنۍ منشا ډېرو لرغونو افسانو ته رسيږي، چي مشران ئې کشرانو ته وايي او په دې ډول د بدۍ تخم همېشه پکښي زرغون وي. هغه قبيلې چي په پوله او پټي سره شريکي وي، د هغو تر منځ دغسي تربګنۍ زياتي وي. کوچي قبيلې د تربګنيو په برخه کي د هيڅ په حساب کي دي او چنداني تربګنۍ نه لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]