Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تخم

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

تخم

د مرکې پر فيصله نه قناعت او د بلي مرکې يا جرګې غوښتنه تخم بلل کيږي. دا اصطلاح د پکتيا په ځدراڼو کي ده. يو سړی تر درو مرکو پوري حق لري او کولای سي چي د تخم له حق څخه استفاده وکړي او تر هغه وروسته به د وروستۍ مرکې فيصله جبراً مني. په دې ډول د تخم جرګه لويه او درنه وي. د تخم په جرګه کي چي د کږې ږغ نه وي سوی، نو که دوهمه مرکه د لومړۍ مرکې تائيد وکړي يا د مدعي حق په جانب وبلل سي، يوه طرف ته هم ناغه يا شرم نه متوجه کيږي، خو که د تخم جرګه د کږې د غږ په نامه را غوښتل سوې وه، نو ناغه او شرم ملزم طرف ته تکيه کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]