Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پيغ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پيغور

په قبيلوي مناسباتو کي پيغور قبلول د مېړاني منافي عمل دئ. هر سړی چي د قبيلې د مقرراتو څخه تېری کوي، هغه ته پيغور په نصيب کيږي. پيغور د پړ (ملامت) برخه ده. د يوه سړي چي پيغور په برخه سي، هغه د وطنه وزي او که پاته هم وي، نو که دغه پيغور يو څوک ور په ياد کړي، ډېره سخته مقابله ور سره کوي. پيغور د يوه نسل څخه بل نسل ته هم انتقال کوي، يعني د لسم نيکه پيغور لسم لمسي ته ور کول کيږي. په خاص ډول هغه پيغور ډېر بد بلل کيږي، چي په قبيلوي ننګه کي د بې‌غيرتۍ څخه ور پېښ سوی وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]