په قبيلوي اشرافيت کي اسيل د عربي د (اصيل) په مفهوم ور کوي. هغه سړی يا قبيله چي اسيل وبلل سي، نو پر نورو تفوق لري. په متل کي وايي: (اسيل خطا نه لري، کم اسل (اصل) وفا نه لري). د دې متل مفهوم د دغي کلمې مفهوم ډېر ښه څرکندوي. هغه خلک يا قبيله چي ځانونه اسيل بولي، نو دوی نور د ځان کفونه بولي او په دود او دستور کي ځان ترې بېلوي. په قبيلوي جګړو کي غالبه قبيله چي پر نورو قبيلو نفوذ حاصل کړي، ځانونه اسيل بولي. دا اصيلوالی البته په ميراثي شکل وروستيو نسلونو ته پاتيږي، خو کله چي پخوانی قدرت ئې پای ته ورسيږي، نو بيا دوی ته د اسيلو په سترګه نه کتل کيږي، خو دوی خپل ځانونه اسيل بولي. دغه قبيلوی خوی او احساس تر دې ختيځو او جنوبي قبيلو په لوېديځو قبيلو کي ډېر ليدل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]