Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پور

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پوره په پوره

په يوه ټاکلې قضيه کي چي جرګه فيصله وکړي او قضيه همداسي وي، چي دواړه طرفه يو پر بل مساوي پور ولري او ناغه په مساوي ډول پر دواړو خواوو کښېښول سي، دې ته پوره په پوره وايي. مثلاً دواړو طرفو يو په بل کي په مساوري شمېر مړي سره کړي وي او جرګه دواړه طرفه په دې مکلف کړي، چي په مساوي ډول يو و بل ته ښځي سره ور کړي او دوستي سره وکړي، دې ته نو پوره په پوره وايي. په يوه بله قضيه کي چي داسي قتل پېښ سي، چي دواړه جنګړي پکښي مړه سي، يا د ښځي او نر په جنګ کي دواړه مړه سي، دا هم پوره په پوره بولي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]