Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پلر پلو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پلو

د پوړني څنډه پلو بلل کيږي. پلو د ټيکري مفهوم هم ور کوي، خو په عام اصطلاح کي د ښځي شفاعت ته وايي. کله چي په يوه پېښه کي ښځه شفاعت وکړي، نو وايي چي: (پلو منځ ته راغی)، په دې ډول نو عفو او بخښنه کيږي. کله چي يو سړی مدعيانو پسي را اخيستی وي، نو که ښځه خپل څادر پر وغوړوي، مدعيان بيا حق نه لري، چي پر هغه ټک وکړي، وايي: (پلو ئې پر وغوړاوه). که چيري پر دې سربېره ټک پر وکړي، هغه به د پلو د بې‌احترامۍ ناغه ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]