Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تور تول توي توپ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

توريان

توريان تور رنګه خلک دي، چي د پښتنو په ټولو سيمو کي ګرځنده ژوند لري. دوی هم د قبيلوي ژوندانه په اشرافيت کي کښته مقام لري او د نورو کښتو اقليتونو لکه د جټانو په شان خپل تر مينځ دودونه، مناسبات او خاص دستور لري. توريان پر بوده‌ګانو خپل کورونه نقلوي. کورونه ئې مخصوصي خيمې دي او د کور سامان ئې ډېر مختصر دئ. په دوی کي يوه ډله چي د کندهار د ارغنداب د حوزو څخه د کابل تر حوزو پوري د کال په موسمونو کي ګرځي، د خربدلانو په نامه ياديږي. دوی اکثره خره خرڅوي، خو دا خرڅلاو په تبادله کوي، لکه خر په غوا بدلول، غوا په مېږو بدلول او داسي نور. يوه برخه توريان د هلمند او هريرود د حوزو تر منځ په ګرځنده ډول ژوند تېروي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]