د دوو خېلونو يا کورنيو تر منځ پر يوه متنازعفيها مسأله خبري معلومولو ته توره او سپينه وايي. مثلاً وايي: (جلات د جمال سره توره او سپينه وکړه). د مېلمهپالني په برخه کي دا اصطلاح هغه وخت استعماليږي، چي کوم په بدۍ اخته سړی د چا کره مېلمه سي او بيا د دښمن له خوا د هغه په کور کي زيان ور ورسيږي، نو کوربه د مېلمه د دښمن سره توره و سپينه کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]