Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تور تول توي توپ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

توره

توره هم وسله ده او د غيرت په مفهوم استعماليږي. د توري خاوند د باغيرته او جنګيالي مفهوم ور کوي. توره مقدسه ده او سپکوالۍ ئې ناغه لري. په توره قسم کيږي او کله چي کوم سړي ښځه غوښتې وي او بيا مسافر وي، نو کورنۍ ئې کولای سي د ناوي نکاح له توري سره وتړي، بيا ئې خپل کور ته راولي. کله چي يو سړی د ننګي کار وکړي، نو وايي: (توره ئې وکړه). په جګړه کي غيرت ښوول هم توره بلل کيږي. پښتانه وايي: (توره د تيکۍ مه باسه، که دي و ايستله، بيا ئې نو سره و تيکۍ ته اچوه). د توري پوښ ته تيکۍ ويل کيږي او توره په کور کي لوړه ځړول کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]