د سپين ګوند په مقابل کي د خېلونو ډله ده. په کرلاړي يه کرلاڼي قبيلو کي منګل، ځاځي، مندوزي، څمکني او مقبل؛ او په غلجي قبيلو کي توتاخېل، خروټي، اندړ، بنوزي او سهاک د تور ګوند غړي دي. په مروتي کي عيسک خېل او غزنيخېل د تور ګوند غړي دي. په ګوندي حساب کي هر وخت چي قبيلوي مسايل منځ ته راسي، د هر ګوند قبيلې د خپل ګوند په اړخ کي دريږي. تور ګوند په خپل ګوندي حساب کي لوی او وړې مرکې لري او وخت په وخت ئې جوړوي او خپله پخوانۍ رابطه د سپين ګوند په مقابل کي ټينګه ساتي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]