Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تور تول توي توپ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

تور ته د پناه ور کوونکي نېټه

که کوم تور (مجرم) د سپين (خپلوانو) کره ځان پناه کړي، نو هغه کولای سي، چي تر دوو کالو پوري هغه وساتي، خو دوه کاله وروسته بايد دغه تور له خپل کوره وشړي او که دا کار و نه کړي، نو د تور د مدعي د خپلوانو له خوا د پناه ورکوونکو کور سوځل کيږي او مال ئې تالا کيږي. په دغه دوه کاله موده کي هغه څوک چي تور ته ئې پناه ور کړې وي، بايد د سپين‌والي له پاره ئې زيار وباسي او که پر دغه کار موفق نه سي او تور ته نور هم ځای ور کوي، نو دا معلوميږي چي دی د تور سره يو لاس دئ. تور د پناه په موده کي بايد د کوره و نه وزي، کنې وژل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]