Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تور تول توي توپ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

تور

تور متهم ته وايي. کوم څوک چي د جرم مرتکب سي، نو مجرم ته تور وايي. تور تر تعقيب لاندي وي او کولای سي، چي د ننواتي په وسيله جرګه جوړه کړي او مقابل طرف ته په ناغه ور کولو سره بيرته ځان سپين کړي. په ځينو قبيلو کي تور ته پناه ور کوي، د تور په جرم کي اشتراک کولو ته هم وايي، خو قبيلوي عرف چا ته اجازه نه ور کوي، چي کوم تور د چا کور ته پناه يوسي او دښمنان ئې د پناه په کور کي ووژني يا تاوان ور ورسوي. هر متهم تور دئ، خو که تور په لاحقه د مخ کلمه سره ملګرې سي، نو په اصطلاح کي تور مخی (زائي) دئ، چي ننوات او پناه ئې نه قبليږي او بايد سمدستي ووژل سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]